د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نن چهارشنبه د یو لوړ پلاوي په مشري مسکو ته په سفر روان شو.
له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د سفر موخه د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او د افغانستان د سولې بهیر په اړه، د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړې کول به ګوته شوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر به د روسیې هېواد د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکو وګوري.
د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر دا درې ورځینی سفر د روسیې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سرګى لاوروف په رسمي بلنه کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ