ads

د ارزګان قومي مشران: مرستو کې شفافیت ته پام نه کېږي

په ارزګان کې یو شمېر قومي مشران له حکومته غواړي چې د مرستو په وېش کې دې له عدالت او شفافیت څخه کار واخلي.

احسان الله ولسمل
6 کب 1399
د ارزګان قومي مشران: مرستو کې شفافیت ته پام نه کېږي

په مرکز ترينکوټ کې د کليو ملکانو د يوه لاريون پرمهال تور پوري کړي چې د جګړه ځپلو او اړمنو په نوم راغلي مرستي پر خيښ او خاله ويشل کيږي او اړمنو کسانو ته نه ورکول کيږي.
دغه ملکان چې زياته ادعايې په ارزګان کې د KRO په نوم پر يوې موسيسه ده وايي چې ياده موسيسه د مرستو د ويش په برخه کې شفافيت ته پاملرنه نه کوي چې د اړمنو او جګړه ځپلو په نوم راغلي مرستي پر خپل خپلوانو ويشي.

د سيمو يادو ملکيانو ګواښ وکړی مه يې ستونزو ته رسيدنه ونه شي د يادي موسیسي دروازه به وربنده کړي.
«موږپه ارزګان کې د KROپه نوم چې کومه موسیسه د مرستو په موخه سروي کوي دغه سروي نه منو ددغې موسیسي کارکوونکي ټول غله دي موږ غوښتنه کوه چې مرستي دي ملکانو ته په واک کې ورکول شي ترڅو هغويي يې بیا پر اړمنو کورنيو وويشي»

ددغو کسانو ادعاوي مو د ارزګان د ولايت مقام سره شريکي کړي خو هغويي په اړه څه نه دي ويلي.

د کی ار او په نوم د موسیسي ولايتي دفتر مسولين بیا د يادو اعتراض کوونکو تورونه ردوي.
دوی وايي د يوه مشخص شوي پلان او ځانګړي کميټې له لارې مرستو ته اړ کورنۍ تشخص کوي او وروسته ورته مرستي رسوي.

ددغې موسيسي ولايتي مسول صديق الله مجددي وايي د سروي او مرستو د ويش په برخه کې هيڅ ډول فساد موجود نه دی.

 «موږ د دولتي ادارو سره په ګډه يوه کميټه جوړه کړي ده دغه کميټه د ټول ولايت سيمو ته ځي او بیا اړمني کورنۍ په نښه کوي بیا وروسته له هغويي سره مرستي کوي د ملکانو دغه ادعا موږ بیځايه ګڼو»

تردې وړاندې هم په ارزګان کې پر مرستندويه ارګانونو د فساد تورونه لګېدلي وه خو دارزګان والي محمدعمر شېرزاد بیا له خلکو غوښتنه کوي چې د هر ډول فساد په اړه دې اسناد له ولايت مقام سره شريک کړي ترڅو په فساد کې ښکېل کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وپيژندل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA