له دغه وزارت څخه د چهارشنبې ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت د میانشین، ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو اړوندو سېمو کې عملیات تر سره کړي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې ۴۲ وسلوال طالبان وژل شوي او ۸ تنه نور یې ټپیان شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي په دغه عملیاتو کې د وسلوالو طالبانو یو اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ