ads

په افغانستان کې د کورونا ضد واکسین د وېش لومړۍ مرحله پیل شوه

په افغانستان کې د کورونا ویروس د مخنیوي په هدف د واکسین د وېش لومړۍ مرحله پیل شوه.

شمس الرحمن شمس
5 کب 1399
په افغانستان کې د کورونا ضد واکسین د وېش لومړۍ مرحله پیل شوه

جمهور رییس محمد اشرف غني د سې شنبې ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د هند هېواد په مرسته افغانستان د واکسین د وېش په برخه کې له ۱۷۲هېوادونو څخه مخکې شو او دا د افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.

نوموړي وویل دا پنځه سوه زره واکسین به لومړی هغه کسانو ته ووېشل شي چې حقدار یې دي او  هڅه دا ده چې په دوهم پړاو کې به دغه واکسین کابو ۴۰ سلنه هېوادوالو ته ورسي.

جمهور رییس غني د هند هېواد له دغې مرستې مننه وکړه او هند یې د افغانستان ستراتیژیک ملګری یاد کړ.

جمهور رییس غني همدارنګه له ټولو  هېوادوالو وغوښتل چې کرونا جدي ونیسي او د روغتیا وزارت ټولې سپارښتنې په جدې توګه عملي کړي.

د نوموړي په خبره کورونا اوس هم ګواښوونکي ده او اړتیا ده چې روغتیایي تدابیر ونیول شي.

جمهور همدارنګه وویل د هغو روغتیایي کارکوونکو او ډاکټرانو نومونه به په یوه څلي ولیکل شي چې د کرونا ویروس له کبله یې ژوند بایللی دی.

د روغتیا وزارت سپرست وزیر وحید مجروح له خلکو وغوښتل چې د واکسین په تطبیق او عادلانه وېش کې ورسره لازمه همکاري وکړي.

دا  ۵۰۰ زره ډوزه واکسین د هند هېواد لخوا مرسته شوې چې  نن یې په رسمي ډول  د تطبیق چارې پیل شوې او لومړی یوې خبریالې بیا د سرتېرو په استازیتوب یو سرباز او وروسته یوې ډاکترې ته تطبیق شو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA