د افغانستان دولت مذکراتي پلاوي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکي چې دواړو لورو د تاوتریخوالي زیاتېدو له کبله د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو یې اندېښنه ښودلې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره پر یوې سیاسي حل لار ټینګار کړی.
دوی همدارنګه ویلي چې د افغانستان خلک له روانې جګړې او تاوتریخوالي ستړي شوي او په هېواد کې د هر څه ژر سولې او ټيکاو د ټینګښت غوښتونکي دي.
ستانکزې د خپلو خبرو پر مهال د سولې پروسه کې د هېوادونو د اغېزناک رول ته په اشارې ویلي، چې سیمه ییزه او نړیواله اجماع د افغان سولې پروسه کې مهم رول لري او کولای شي چې د افغان سولې پروسه بریا ته ورسوي.
په ورته مهال د ناټو ملکي استازي له افغانستانه د ملاتړ ترڅنګ دلته د تاوتریخوالي لوړه کچه د اندېښنې وړ بللې او د تلپاتې سولې د ټینګښت غوښتنه یې کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دوحه کې له ځنډ وروسته د دوشنبې ماښام یو ځل بیا بین الافغاني خبرې پیل شوې او دواړو لورو د خبرو په دوام ټینګار کړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ