ads

له ځنډ وروسته یو ځل بیا بین الافغاني خبرې پیل شوې

د افغان دولت مذاکراتي پلاوی په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیلېدو خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
5 کب 1399
له ځنډ وروسته یو ځل بیا بین الافغاني خبرې پیل شوې

د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي یو تن غړی غلام فاروق مجروح وایي، تېر ماښام د بین الافغاني مذاکراتو دواړو پلاويو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ په ښه فضا کې ناسته ترسره شوه.

د نوموړي په خبره دواړو لوریو د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ او د اجنډا د موضوعاتو د ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته یې دنده وسپارله چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.

بل لور ته په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو په ښه فضا کې خبرې کړې دي او ټاکل شويو ګروپونو ته دنده سپارل شوې، چې د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره خپلو ناستو ته دوام ور کړي.

په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ دا خبرې داسې مهال پیلیږې چې تر دې وړاندې طالب پلاوی د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA