د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي یو تن غړی غلام فاروق مجروح وایي، تېر ماښام د بین الافغاني مذاکراتو دواړو پلاويو د مشرانو او ځینو غړیو تر منځ په ښه فضا کې ناسته ترسره شوه.
د نوموړي په خبره دواړو لوریو د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ او د اجنډا د موضوعاتو د ترتیب لپاره ټاکل شویو ګروپونو ته یې دنده وسپارله چې په دې اړه خپلو ناستو ته دوام ورکړي.
بل لور ته په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم د دغه خبر پخلی کړی او ویلي یې دي چې دواړو لورو په ښه فضا کې خبرې کړې دي او ټاکل شويو ګروپونو ته دنده سپارل شوې، چې د اجنډا د موضوعاتو د ترتيب لپاره خپلو ناستو ته دوام ور کړي.
په دوحه کې د دواړو لوریو ترمنځ دا خبرې داسې مهال پیلیږې چې تر دې وړاندې طالب پلاوی د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ