ads

په جلال اباد ښار کې د ریکشاوو په اړه نوې پرېکړه

جلال اباد ښار کې ریکشا چلوونکي وایي، دوی د امنیتي پېښو د مخنیوي په موخه د ولایتي ادارې د هرې قانوني پریکړې ملاتړ کړی، خو شکایت کوي چې پر دوی د ولایتي ادارې د پریکړې د تطبق په موخه توکي لوړ پلورل کیږي.

جان اغا صالح
4 کب 1399
په جلال اباد ښار کې د ریکشاوو په اړه نوې پرېکړه
ریکشه چلوونکي وایې، له کله راهیسې چې ولایتي ادارې دوی ته لارښوونه کېی چې تر ټاکلې نېټې به د ریکشاوو خپلې دروازې ښکته کوي، د پلیټ نمبر به پرې غټ لیکي او د چپ لاس دروازې به اوسپني کټارو بندوي چې له همدې پریکړې سره سم خطاطانو، رنګمالانو او فلزکارانو خپلې بیې لوړې کړي چې دوی وس نه لري.
«له کله راهیسې چې حکومت پریکړه کړې چې، تاسې دروازې لیرې کړې او کټارې باندې بندې کړې او پلیټونه مو په غټ خط ولیکئ نو دا ټول کارونه مو نږ وکړل، خو اوس ستونزه دا ده چې خطاط او فلزکار او نور مستریان د یوې دروازې او لیکلو تر زر یو نیم زر افغانیو پېسې اخلي چې دا ډېرې دی.»
خو بل لور ته بیا خطاطان بیا د ریکشا چلوونکو نیوکې پر ځای نه بولي او وایي، د دوی له نوم څخه په استفادې ځينې نور غیر مسلکي کسانو د دوی نوم یې بد کړی دی.
«موږ خطاطان له سل افغانیو ډېر له چا نه اخلو او که کم راکړي هم لانجه نه کوو، خو ځينو نور غیرمسلکي خلک پیدا شوي چې زموږ له نوم استفاده کوي او لیکل کوي.»
په همدې حال کې د جلال اباد ښاریان بیا د ولایتي ادراې د پریکړې هرکلی کوي او هیله مندي چې، په دې سره به په جلال اباد ښار کې د هدفي وژنو، انسان تښتونې او نورو جنایي پېښو مخنیوی وشي.
«زموږ تمه ډېره ده چې، د ریکشاوو په کنترول سره به ښار کې امنیت ښه شي او تر ډېره به د غلاوو او نورو جنایي پېښو مخه هم ونیول شي.»
بل لور ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د ریکشو په تړاوو یاده پریکړه د ننګرهار دنظامي شورا له لوري د امنیت د ټينګښت او په ښار کې ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه شوې.
« د ننګرهار نظامي شورا چې کومه پریکړه کړې دا دیې، په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د امنیت د ټينګښت په موخه کړې او تمه مو دا ده چې شته امنیتي ستونزې به حل شي.»
 جلال اباد ښار کې د امنیتي پېښو د مخینوي په موخه د ننګرهار نظامي شورا داسې مهال یاده پریکړه کړې چې، په دې وروستیو په جلال اباد ښار کې هدفي وژنې، غلاوې او نورې جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA