د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند کریم یورش وایي، طالبانو تېر ماښام د شېرین تګاب ولسوالۍ پر ودانۍ پراخه بریدونه پیل کړل چې د شپې تر یوې بجې یې دوام درلود.
د نوموړي په وینا، په دغو بریدونو کې دوه امنیتي منسوبین وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاتوي چې په نښتو کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې د یو طالب قومندان په ګډون څلور طالب جنګیالي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
د یورش په وینا، اوسمهال په یاده ولسوالۍ کې امنیتي حالت تر کنټرول لاندې دی.
طالبانو بیا د افغان امنیتي چارواکو د دې ادعا په غبرګون کې څه نه دي ویلي.