د جرګې رییس میر الرحمن رحماني د ولسي جرګې غونډې ته پخبرو کې وویل چې د ولسي جرګې د هڅو په پایله کې حکومت دې ته چمتو شو، څو د ښوونکو او ټیټ پوړو دولتي کارمندانو معاشونه دوه زره افغانۍ لوړ کړي.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه چې د ولسي جرګې د مالي کمېسیون له لوري د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې درېیمه طرحه په دقت سره کتل شوې او د ولسي جرګې د غړو له لوري تایید شوې ده.
هغه د ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې لپاره خپله رایه وکاروي، چې د درېیو مخالفو رایو په درلودو سره د رایو په کثریت بودجه تصویب شوه.
د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده، چې له ډلې یې ۳۱۱میلیارده عادي او ۱۶۱ میلیارده پراختیایي بودجه ده.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ناانډولۍ له امله رد شوې وه.