ads

مرکچي پلاوي د سولې په اړه مدني ټولنې ته معلومات ورکړل

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوی وایي، له مدني ټولنې سره یې د سولې پر پروسه خبرې کړې دي.

محمدخان بریال
4 کب 1399
مرکچي پلاوي د سولې په اړه مدني ټولنې ته معلومات ورکړل

دا غونډه چې په انلاین ډول ترسره شوې ده، د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې په تړاو وروستي جزیات د مدني ټولنې له فعالانو سره شریک کړي او په هېواد کې یې روان تاوتریخوالي د اندېښنې وړ بللی دی.
د مذاکره‌کوونکي پلاوي رییس په افغانستان کې د روانې جګړې د ناروا بللو په اړه د اسلامي نړۍ علماوو د نړیوالې شورا د اعلامیې په اړه وویل چې دغه اعلامیه په پراخه کچه منعکسه شوې او د روانې جګړې په اړه د اسلامي علماوو لیدلوری څرګند او روښانه دی.
ښاغلي ستانکزي په وروستیو کلونو کې په هېواد کې رامنځته شوې وړتیاوې په تېره په دیني برخه کې د پام وړ بللې او د سولې په برخه کې یې د دیني علماوو رول او فعالیتونه مهم بللې دي.
هغه زیاته کړې چې موږ له جګړې څخه سولې ته د تګ په پړاو کې یو او د دغه پړاو د بریالي کېدو لپاره د افغانستان له علماوو سره همغږۍ او نږدېوالي ته اړتیا ده، څو په هېواد کې اړین انسجام رامنځته شي.
د سولې مرکچي پلاوی پر داسې مهال له مدني فعالانو سره غونډه کوي چې لاهم د طالبانو او افغان حکومت مرکچي پلاوي د خبرو پر بیا پیل نه دي توانېدلي.
دواړه لوري د خبرو درېدو پړه پر یو بل اچوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA