ads

د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د درېیمې مسودې تصویب

د حکومت او ولسي جرګې تر منځ له دوو میاشتنیو لانجو وروسته ولسي جرګې نن د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې ته د تایید رایه ورکړه.

محمدخان بریال
4 کب 1399
د ۱۴۰۰ مالي کال بودجې د درېیمې مسودې تصویب
د دې جرګې رییس او یو شمېر غړي وایي، له حکومت سره یې د بودجې پر سره شخړې د دې لامل شوې چې د بودجې په درېیمه مسوده کې د هغوی ډېری غوښتنو ته پام وشي.
د جرګې مشر میرالرحمن رحماني وایي، د درېیمې بودجې په مسوده کې ډېر اصلاحات راغلي دي.
دی زیاتوي، هغه څه چې دې جرګې ترسره کړل، د اصلاحاتو په هدف وو او کوم سیاسي هدف یې نه درلود.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې د بودجې او مالي کمېسیون رییس میر افغان ساپی وایي، په دې بودجه کې د دوی وړاندیزونه منل شوي او لازم اصلاحات پکې راغلي دي.
نوموړي د ټیټ پوړو چارواکو د معاشونو لوړېدل، له بودجې څخه د ملي دسترخوان لېرې کول، د ۹۱ او ۹۲ کودونو په پیسو کې تنقیص په یاده بودجه کې مهم اصلاحات وبلل.
د دې تر څنګ د ولسي جرګې بل غړی سید عظیم کبرزاني وایي، په تصویب شوې مسوده کې د خلکو د استازو ټولې اندېښنې له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې جمهور رییس محمد اشرف غني د ولسي جرګې له غړو مننه کړې چې د ۱۴۰۰ مالي ملي لودجې ته یې د تایید رایه ورکړه.
د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه ۴۷۳ میلیارده او ۴۱ میلیونه افغانۍ ټاکل شوې ده، چې له ډلې یې ۳۱۱میلیارده عادي او ۱۶۱ میلیارده پراختیایي بودجه ده.
د یادولو وړ ده چې تر دې وړاندې دوه ځلې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ناانډولۍ له امله رد شوې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA