ads

بودجه تصویب شوه

د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه د ولسي جرګې له خوا نن تصویب شوه. خو اوس به ولیدل شي چې افغان حکومت کوم میکانیزمونه غوره کوي چې شاته پاتې شوي او نوې پروژې چې د خلکو پر ژوند اساسي اغېزې لري، ژر تر ژره عملي کړي. 

کلید
4 کب 1399
بودجه تصویب شوه
د ۱۴۰۰ مالی کال بودجه تر دې دمه دوه ځلې د ولسي جرګې له خوا د توازن له کبله رد شوې وه. تصور دا و چې ښايي د تېر په څېر ولسي جرګه به تر څه ناندریو وروسته بودجه مني، خو دا ځل داسې ونه شوه او ولسي جرګې تر هغه پورې بودجې ته رایه ورنه کړه چې حکومت د خلکو د استازو غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايه.
د ولسي جرګې دا هڅه چې ویل يې د معاشونو یو شان والی غواړي، د ولس د اکثریت زړونه يې راخپل کړل او حتا په ټولنیزو شبکو کې پاڼې ورته جوړې شوې او ملاتړ يې وشو. دا هڅې که څه هم هغومره چې هیله کېده په معاشونو کې د زیاتوالي زیری له ځانه سره نه لري، خو دا يې په ډاګه کړه چې که داسې هڅو ته دوام ورکړل شي، شونې ده چې په راتلونکي کې یوه ښه حل لاره ورته پیدا شي. ځینې په دې اند دي چې ولسي جرګې یو دم دا مساله راپورته کړه، په داسې حال کې چې وار له مخه يې باید یوه طرحه جوړه کړې وای او د هغه پر اساس يې له حکومته د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو د زیاتولو هڅه کړې وای؛ چې بې له شکه ښه پایله به يې هم لرله.
د منتقدینو په باور دا یو مهم ګام و چې ولسي جرګې واخیست او دا يې ثابته کړه چې که وغواړي کولای شي چې د خلکو غوښتنو ته د عمل جامه ورواغوندي او حکومت هغو چارو ته لا وهڅوي چې د خلکو د ژوند په کولو نقش لوبولای شي.
که څه هم د بودجې مساله د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ د تقابل رامنځته کېدو سبب ګرځېدلې وه او دا اندېښنه یې پیدا کړې وه چې دوام يې کېدای شي په دې بدو امنیتي حالاتو کې افغانستان لا نور له ستونزو سره مخ کړي، خو نن د بودجې تصویبولو دا وښودله چې تقابل ته د پای ټکی ورکړل شو او کېدای شي چې حکومت او ولسي جرګه د نورو ستونزو په حلولو کې په ګډه او همږۍ کار وکړي.
اوس چې د بودجې ستونزه او او د تقابل ستونزه دواړه حل شوي ګڼل کېږي، په کار ده چې حکومت یو بل ګام هم واخلي او مخکې له مخکې د نورو ستونزو د رامنځته کېدو مخه ونیسي، دا ستونزه ولسي جرګې ته د څلورو وزارتونو او د افغانستان بانک د رییس د نوماندانو ورپېژندل دي. هیله کېږي چې حکومت دا کار د ولسي جرګې د دویم کاري کال د پیل درشل کې وکړي او ورسره د هغو کارونو د عملي کولو لپاره مټې رابډ ووهي چې تراوسه د بودجې د ځنډېدو له کبله پاتې وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA