په جلال اباد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې 

ښاریان شکایت کوي چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د هېواد له نورو ولایتونو سربېره په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو په بیو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی چې له امله  یې عام ښاریان وايي نشي کولی چې د اړتیا وړ توکي وپيري.