«د خوراکي توکو بیې بیخې لوړې شوې د اوړو، غوړو، بورې او نورو خوراکي توکو په بیو کې د تېر په پرتله ډیر لوړوالی راغلی چې بیوزله خلک یې د اخیستو توان نه لري.»
ښاریان د خوراکي توکو د بیو د نه کنترول په برخه کې د ښاروالۍ مسولین په بې پروایي تورنوي او وایي، د مسولینو د نه پاملرنې له امله هټیوالو د اړتیا وړ توکو بیې لوړې کړي او نرخنامې نه تطبقوي.
«ښاروالۍ په خپلو کارونو کې پاتې راغلې ځکه دوی نرخنامې نه کنترولوي او له همدې امله د هر څه به بیه کې لوړوالی راغلی.»
بل لور ته د ښاروالۍ مسولین وایې، په جلال اباد ښار کې یې د نرخونو د تعین اوکنترول لپاره یې ځانګړی کمیسیون جوړ کړی تر څو په ښار کې نرخونه کنترول کړي.
د جلال اباد ښاروالۍ ویاند عبدالله هوډ خبرداری ورکوي که دوکانداران د توکو بیې راټيټې نه کړي نو جدي او قانوني چلند ورسره کیږي او هټۍ یې تړل کېږي.
«مونږ په جلال اباد ښار کې د نرخونو د کنترول لپاره پوره هڅې پیل کړي دي او دا مو هڅه ده چې په نرخنامو کې څه لیکل شوې بیې وي هماغه تطبیق کړو له خلکو هم غواړو چې همکاري وکړي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ خونې مسولین وایي، د لویو لارو بندېدو او موټر چلوونکو د کاري اعتصاب له امله په ټول هېواد کې د خوراکي توکو بېې لوړې شوي دي.
د دې خونې مشر زلمی عظمي وایې، چې د رامنځته شوي وضعیت له امله د خوراکي توکو ترڅنګ د ګازو او تېلو په بیو کې هم لوړوالی راغلی دی.
« د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو لامل د لویو لارو بندیدل او د موټر چلوونکو کاري اعتصاب دی او ترڅنګ یې چې ګازو او تیلو بیې لوړې شوي لامل یې تېره اوونۍ هرات کې دسوداګریزو موټرو سوزیدل دی، زمونږ تمه دا ده چې په نیږدې ورځو کې به دا ستونزه حل شي.»
جلال اباد ښاریان داسې مهال د خوراکي توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي چې، په دې وروستیو څو ورځو کې دوړو په بیه کې پنځه سوه، غوړویو په بیه کې ۶۰ ،د ګازو په بیه کې شل افغانۍ او همداراز په نورو توکو هم د پام وړ زیاتوالی راغلی.
په ورته مهال د ننګرهار ولایتي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ګواښ کړی او ویلي دي د هغه هټیوالو دوکانونه به وتړي چې موجوده خوراکي توکي احتکار او یا یې له خپلې بېې لوړ وپلوري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


