ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۶۳زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۷ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۴۶۳ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
20 سلواغه 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۶۳زره واوښت
امریکا

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۶ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۱ زره او ۲۷۳ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۳۱زره او ۵۳۴، په مکسیکو کې ۱۶۶زره او ۲۰۰، په هند کې ۱۵۵زره او ۸۰، په بریټانیا کې ۱۱۲ زره او ۶۸۱، په ایران کې ۵۸ زره او  ۴۶۹ او په پاکستان کې ۱۲ زره او ۲۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA