ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۶۲زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۶ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۴۶۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
19 سلواغه 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۶۲زره واوښت
امریکا

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۵ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۳۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۱ زره او ۳ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۳۰زره او ۳۴، په مکسیکو کې ۱۶۵زره او ۷۸۶، په هند کې ۱۵۴زره او ۹۱۸، په بریټانیا کې ۱۱۲ زره او ۳۰۵، په ایران کې ۵۸ زره او  ۴۱۲ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۹۱۴ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA