د دغه هېواد سیاسي شنونکي د یووالي حکومت د لیبیا لپاره د بدلون ټکی یادوي او په وینا یې دا ګام به د لیبیا خلک یو موټی کړي.
د ملګرو ملتونو په هڅه د لیبیا د پلاوي ۷۵ غړو په جنوا کې د خبرو په ترڅ کې ۶۱ کلن عبدالحمید دبیبه د انتقال د دورې د صدراعظم په توګه وټاکه.
د راپورونو د معلوماتو له مخې د یووالي حکومت به د روان کال تر ډسمبر میاشتې پورې قدرت په واک کې ولري او بیا به د ټاکنو له لارې نوی حکومت رامنځته شي.
په لیبیا کې یوه درې کسیزه ریاستي شورا جوړه شوې چې د یووالي حکومت رهبري کړي او په دغه هېواد کې به د ډسمبر ۲۴مې نېټې لپاره د ټاکنو زمینه برابره کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

