ads

په امریکا کې نېږدې پنځه زره نور کسان کورونا مړه کړي

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۶ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۴۵۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
17 سلواغه 1399
په امریکا کې نېږدې پنځه زره نور کسان کورونا مړه کړي

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۴ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۲۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۰ زره او ۲۴۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۲۸زره او ۷۹۵، په مکسیکو کې ۱۶۱زره او ۲۴۰، په هند کې ۱۵۴زره او ۷۰۳، په بریټانیا کې ۱۱۰ زره او ۴۶۲، په ایران کې ۵۸ زره او ۸۷۷ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۸۳۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA