ads

د راستنو شویو کډوالو پر ستونزو د حکومت ناخبري

د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي معلومات ښيي چې په ۲۰۲۰ م کال کې له ایران او پاکستان څخه ټولټال ۸۶۵ زره او ۷۹۳ تنه کډوال بېرته افغانستان ته راګرځېدلي دي، خو د اوسني وضعیت په اړه یې نه افغان حکومت او نه هم د کډوالو چارو اړوندې نړیوالې ادارې معلومات لري.

فضل هادي حمیدي
17 سلواغه 1399
د راستنو شویو کډوالو پر ستونزو د حکومت ناخبري
د کلید ګروپ له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ، د کډوالۍ نړیوال سازمان افغانستان ته له اسنادو پرته د راګرځېدلو کډوالو شمېر ۸۶۵ زره او ۷۹۳ ښيي، خو د کډوالو چارو وزارت بیا دغه شمېر کم یادوي او وایي چې په ۲۰۲۰ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۸۳۱ زره کسان راغلي، خو له پاکستان څخه بیا په دغه کال کې هېڅ کډوال نه دي راغلي.
په داسې حال کې چې د دغو کډوالو له حالت څخه هېڅ اداره معلومات نه لري، خو د کډوالو چارو وزارت بیا وایي، چې له ۸۳۱ زره کسانو څخه یې، ۴ زره کسان حرفوي زده کړو ته جذب کړي او ۸ زره کسان له حقوقي ملاتړ څخه برخمن دي.
د کلید د معلوماتو پربنسټ، له دغو کډوالو سره په پوله له یوې اندازې خوراکي توکو او د لارې له کرایې پرته نوره هېڅ ډول مرسته نه ده شوې.
د راستنو شویو کډوالو د شمېر په اړه د افغان حکومت او IOM  په شمېرو کې توپیر:
په داسې حال کې چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM په 2020 م کال کې له ایران او پاکستان څخه د بې اسناده کډوالو ټولټال شمېر ۸۶۵ زره او ۷۹۳ ښيي، چې له دې څخه ۸۵۹ زره او ۹۲ تنه له ایران او ۶۷۰۱ نفره له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
خو د کډوالو چارو وزارت بیا دغه شمېرې کمې بولي.
د دغه وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري له کلید سره په خبرو کې وویل، له ایران څخه افغانستان ته ۸۳۱ زره کسان راستانه شوي دي: «په ۲۰۲۰ کال کې له ایران څخه شاوخوا ۸۳۱ زره کسان راغلي دي او هلته په سرحد کې زموږ همکاران شته او هغوی چې ترې پوښتنه کړې، ډېری یې په خپله خوښه راغلي دي.»
په داسې حال کې چې د کډوالۍ نړیوال سازمان په ۲۰۲۰ م کال کې له پاکستان څخه د راستانو شویو کډوالو شمېر ۶۷۰۱ یادوي، خو د کډوالو چارو وزارت ویاند بیا وایي، چې له پاکستان څخه یوازې وېزو واله کسان راغلي، خو نور کډوال نه دي راغلي او د کډوالو پرمخ پوله تړلې وه.
سیدعبدالباسط انصاري وایي، کېدای شي چې ډېر کم شمېر راغلي وي، آن شمېر یې له سلګونو کم دی: «د افغانستان او پاکستان پوله د کډوالو پرمخ نه ده پرانیستل شوې، که وي هم خو ډېر کم به وي چې آن سلګونو ته نه رسیږي خو دا کوم کسان چې راغلي او شمېر یې آتو زرو ته رسیږي، هغه کسان دي چې په وېزو پاکستان ته تللي وو.»
په داسې حال کې چې د کډوالو چارو وزارت وایي، په ۲۰۲۰ م کال کې له پاکستان څخه هېڅ کډوال نه دي راغلي، خو د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د حقوقي ملاتړ آمر ولي محمد الله یار وایي، په ۲۰۲۰ کال کې د تورخم له لارې له پاکستان څخه ۳۴۹ کورنۍ راغلې دي.
نوموړی وایي، په ټوله کې په ۲۰۲۰ م کال کې راغلي ۵۶۷۰ تنه کډوال له دوی سره ثبت دي چې نړیوالو مرسته کوونکو موسیسو ته یې د مرستو لپاره ورپېژندلي دي: «۳۴۹ کورنۍ له پاکستان څخه د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي، چې ډېری یې په ننګرهار کې مېشت شوي او دغه راز له ایران او ترکیې څخه هم ډېر کډوال بېرته هېواد ته رالېږل شوي. ډېر شمېر یې له ایران او پاکستان دي او اوس مهال ۵۶۷۰ تنه له دوی سره ثبت دي او د مرستو ترلاسه کولو لپاره یې نړیوالو موسسو ته ورپېژندلي دي.»
په همدې حال کې د هرات د کډوالو چارو ریاست وایي، د وړم کال په پرتله له ایران څخه د اسلام قلعې له لارې د کډوالو راتګ په ۲۰۲۰ کال کې سل سلنه زیات شوی و.
د هرات د کډوالو چارو رییس جاوید نادم وایي، د دغو کډوالو ډېری یې د کورونا ناروغۍ له کبله داوطلبانه هېواد ته راستانه شوي دي: «سږ کال ۳۵۰ زره تنه له ایران څخه داوطلبانه راغلي، له ۱۱۵ زرو ډېر په زور را ایستل شوي او شاوخوا ۷۵۰ تنه هغه کسان چې په ایران کې یې د استوګنې قانوني اسناد درلودل، هم هېواد ته راستانه شوي دي، دا د وړم کال په پرتله سل سلنه زیاتوالی ښيي، وړم کال موږ ۱۳۰ زره تنه داوطلب راستانه شوي کډوال درلودل.»
په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یا UNHCR وایي، په ۲۰۲۰ م کال کې له ۲ زره ډېر هغه کډوال له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راغلي چې هلته ثبت شوي وو او قانوني د کډوالۍ اسناد یې درلودل: «په ۲۰۲۰ م کال کې له ۲ زره ډېر هغه کسان چې په ایران او پاکستان کې یې ژوند کاوه او د کډوالۍ اسناد یې هم درلودل، هېواد ته راستانه شوي دي.»
هېواد ته د کډوالو د بېرته راتګ لاملونه:
تر ډېره په ۲۰۲۰ م کال کې هغه کډوال هېواد ته بېرته راستانه شوي دي چې په ایران او پاکستان کې یې د کډوالۍ قانوني اسناد نه درلودل.
د کډوالو چارو وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري د دغو کډوالو د بېرته راتګ لاملونه د کورونا ویروس خپرېدل، بېکاري او د ژوندانه نورو اسانتیاو ته نه لاس رسی یادوي: «د ۲۰۲۰ م کال په له لومړیو میاشتو څخه تر اوسه د کوېډ19 ویروس یو ګواښ و، نو ډېر هېوادوال له همدې کبله بېرته هېواد ته راستانه شول. د دې ترڅنګ زموږ هېوادوال په ایران کې له بې روزګارۍ، روغتیایي خدمتونو ته د نه لاس رسي او له داسې نورو ستونزو سره هم مخ وو.»
په ورته وخت کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان د کډوالو د بېرته راګرځېدو د پروګرام مسوول محمدکاظم الهام هم وایي، له ایران څخه د کډوالو د راتګ لاملونه کوېډ19 ناروغي او ځینې اقتصادي لاملونه او له پاکستان څخه هم د کډوالو داوطلبانه راتګ دی چې کېدای شي اقتصادي لاملونه ولري: «له ایران څخه د کډوالو د راتګ لاملونه د کورونا اغېزې وې او د دې ترڅنګ د کورونا پرمهال د بې روزګارۍ د کچې لوړېدل او د ایران د پیسو ټیټېدل دي او له پاکستان څخه بیا کډوال داوطلبانه راغلل چې امکان لري بې روزګاري، د ژوندانه اسانتیاو ته نه لاس رسی او داسې نور لاملونه ولري.»
هېواد ته راستانه شوي کډوال اوس له کومو ستونزو سره مخ دي؟
په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ م کال کې هېواد ته له ۸۶۰ زرو ډېر کډوال راستانه شوي او په افغانستان کې هم ورځ تربلې د بې روزګارۍ او بېوزلۍ کچه لوړېږي، نو د دغو کډوالو حالت څنګه دی، خو نه د کډوالو چارو وزارت او نه هم نورې نړیوالې ادارې د یادو کډوالو د حالت په اړه کره معلومات لري.
د کډوالو چارو وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري وایي، دا چې په ۲۰۲۰ م کال کې شاوخوا ۸۵۰ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي، نو دا به ډېره ستونزمنه وي چې له ټولو دغو کډوالو څخه دوی خبر وي او وخت او ناوخت یې احوال واخلي: «دا چې په ۲۰۲۰ م کال کې هېواد ته شاوخوا ۸۵۰ زره کډوال راغلي او ټولو ولایتونو ته تللي دي، نو دا به ډېره مشکله خبره وي چې له ټولو مراقبت وکړو او له ټولو نه احوال واخلو.»
په همدې حال کې که څه هم د کډوالۍ نړیوال سازمان هېواد ته د بېرته راستنو شویو کډوالو د مېشتېدنې د ځای په اړه بشپړ جزییات نه ورکوي خو یوازې وایي چې له ایران څخه راغلي کډوال ډېری یې په لسو شمالي، لویدیځو ولایتونو او کابل کې مېشت شوي او له پاکستان څخه راغلي کډوال تر ډېره په ختیځو او جنوبي ولایتونو، کابل او کندز کې مېشت شوي دي.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د کډوالو د بېرته راګرځېدو د پروګرام مسوول محمدکاظم الهام هم وایي: «له ایران څخه راغلي کډوال تر ډېره په لسو ولایتونو، هرات، کندز، فاریاب، تخار، غور، فراه، نیمروز، بلخ، بادغیس او کابل کې ځای پرځای شوي دي او له پاکستان څخه راغلي کډوال بیا په کندهار، هلمند، ننګرهار، کندز، کابل کې تر ډېره مېشت شوي دي.»
که څه هم د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، تر ډېره له ایران او پاکستان څخه راغلي کډوال په پنځلسو ولایتونو کې مېشت شوي، خو د ستونزو او اړتیاو په اړه یې کره معلومات نه لري.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د کډوالو د بېرته راګرځېدو د پروګرام مسوول محمدکاظم الهام وایي، د کډوالو د اړتیاو په اړه یې کومه ځانګړې سروې نه ده کړې، خو له سیمې ورته رسېدلي معلومات څرګندوي چې کډوال د سرپناه له نشت، بې روزګارۍ، او د ژوند اسانتیاو ته نه لاس رسي او داسې نورو ستونزو سره مخ دي: «که څه هم موږ د کډوالو د ستونزو په اړه کومه ځانګړې سروې نه ده کړې، خوله سیمې څخه ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې د دوی لومړنۍ اړتیاوې، سرپناه، کارموندنه، روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی او ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابرول دي.»
په همدې حال کې د ننګرهار د کډوالو چارو ریاست د حقوقي ملاتړ آمر ولي محمد الله یار وایي، هېواد ته راستانه شوي کډوال د بې روزګارۍ له جدي ستونزو سره مخ دي او له همدې کبله ډېری کډوال بېرته له هېواده بهر د کار موندنې لپاره ځي: «کله چې کډوال هېواد ته راشي، د کار زمینه نه ده ورته برابره، کله چې افغانان ځي موږ ورسره خبرې کوو. دوی داسې کسان دي چې هېواد ته راستانه شوي، خو د بې روزګارۍ له کبله بېرته بهر ته ځي.»
هېواد ته له راستنو شویو کډوالو سره مرستې:
که څه هم د کډوالو د ستونزو او اړتیاوو په اړه نه افغان حکومت او نه هم نړیوالو ادارو کومه سروې کړې او نه یې په اړه کره معلومات لري، خو بیا هم په اټکلیزه توګه وایي، چې کډوال د سرپناه له نشت، بې روزګارۍ، روغتیایي خدمتونو او د ماشومانو لپاره زده کړو ته د نه لاس رسي او داسې نورو ستونزو سره مخ دي.
خو دا چې د دغو ستونزو د حل لپاره افغان حکومت په ځانګړې توګه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او نړیوالو ادارو کوم اقدامات کړي، دا د کډوالو د ستونزو په مقابل کې په نشت حساب دي.
د کډوالو چارو وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري وایي، دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت او ځینو نړیوالو موسیسو په همکارۍ وکولی شول چې څلور زره تنه له راستنو شویو کډوالو څخه د حرفوي زده کړو په کورسونو او ۸ زره نور حقوقي ملاتړ څخه برخمن شي: «موږ وکولای شول چې څلور زره تنه د حرفوي زده کړو لکه نجاري، خیاطي، مبایل سازي او داسې نورو کورسونو کې شامل کړو او دغه راز ۸ زره نور د کډوالو چارو له حقوقي ملاتړ څخه برخمن دي، چې هغوی ته د زده کړو او تحصیل زمینه برابروي.»
خو دا چې یاد وزارت د کډوالو د بې روزګارۍ ستونزو د حل په اړه څه کړي؟ سیدعبدالباسط انصاري وایي، دا ډېره ستونزمنه ده چې کډوالو چارو وزارت دې ټولو دغو کډوالو ته د کار زمینه برابره کړي: «زموږ همدغه امکانات وو چې څلور زره کسان مو په حرفوي زده کړو کې شامل کړل او ۸ زره نور له حقوقي ملاتړ څخه برخمن دي او دا ډېره ستونزمنه ده چې کډوالو چارو وزارت دې ټولو کډوالو ته کاري فرصت رامنځته کړي.»
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، دغه سازمان له بېرته راګرځېدو وروسته له کډوالو سره دوه ډوله بشري مرستې کوي.
د دغه سازمان د سرحدونو له لارې د بېرته راګرځېدو د پروګرام مسوول محمدکاظم الهام وایي، لومړی دوی د ایران او پاکستان په څلورو مرزونو کې لکه نیمروز، اسلام قلعه، سپین بولدک او تورخم کې کډوال ثبتوي او ورسره د خوراکي او نورو اړینو توکو مرسته کوي او له هغه وروسته بیا چې هغوی له سرحده راولېږدل شي، بیا یې ځینو کسانو ته چې بې سرپرسته مېرمنې، بې سرپرسته ماشومان، ناروغ یا معلول کسانوته کارتونه ورکوي او له هغوی سره بیا په اړوندو ولایتونو کې دوامداره مرستې کوي؛ لکه د خوراکي توکو، سرپناه تر یوه وخته د کور د کرایې او داسې نورو.
خو نوموړي په دې اړه چې په ۲۰۲۰ کال کې یې څومره کسانو ته د دغو دوامداره مرستو کارتونه ورکړي او یادې مرستې د څومره مودې لپاره وي، جزییات ورنه کړل.
د کډوالۍ د نړیوال سازمان د سرحدونو له لارې د بېرته راګرځېدو د پروګرام مسوول محمدکاظم الهام وایي: «لومړی هغوی په سرحد کې ثبتېږي او یوه اندازه خوراکي توکي ترلاسه کوي، وروسته هغوی ترانزیټ مرکزونو ته چې په هرات، کندهار، نیمروز او ننګرهار کې دي، لېږدول کېږي او بیا هلته نور مرسته کوونکي بنسټونه هم شته، چې هغوی هم ورسره روغتیایي او غیرروغتیایي مرستې کوي او د اړینو مسایلو په اړه کډوالو ته معلومات ورکوي، د یوې یا دوه شپو لپاره ورته ځای چمتو کوي او له هغه وروسته ورته د ترانسپورت نقدې پیسې ورکول کېږي او خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي.»
په ورته وخت کې د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالباسط انصاري هم وایي، په سرحدونو کې له کډوالو سره د ځینو نړیوالو مرسته کوونکو بنسټونو له خوا لکه د خوړو نړیوال پروګرام او ځینو نورو له خوا د خوراکي توکو او لارې د کرایې مرسته کېږي، خو دا چې دغه مرستې په ۲۰۲۰ م کال کې څومره کسانو ترلاسه کړې، ښاغلی انصاري په اړه جزییات نه ورکوي: «هغه زموږ هېوادوال چې له کورنیو سره راغلي هغوی ته د WFP  له خوا خوراکي توکي ورکول کېږي چې سل کیلو اوړه او له هغه سره ځینې نور خوراکي توکي لکه غوړي، لوبیا او داسې نور او د لارې کرایه هم ورکول کېږي، هغه کسانو ته چې په انفرادي توګه راځي هغوی ته ۲۶۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، خو کورنیو ته بیا د هغوی د ولایت په پام کې نیولو سره کرایه ورکول کېږي.»
په ورته وخت کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره یا UNHCR ویاند نادر فرهاد وایي، له هغو کډوالو سره چې د کډوالۍ قانوني اسناد لري، د بېرته راګرځېدو پرمهال هر شخص ته ۲۵۰ امریکایي ډالر نقدي مرسته او وروسته د ژوند د اړتیاو په اړه هم ورسره مرستې کوي: «کله چې اسنادو واله کډوال هېواد ته بېرته راګرځي، هر شخص ته ۲۵۰ امریکایي ډالر یا یوې ۵ کسیزې کورنۍ ته ۱۲۵۰ امریکایي ډالر ورکول کېږي. د دې ترڅنګ دوی د UNHCR له نیمه پراختیايي پروګرامونو څخه لکه سرپناه، روغتیايي اسانتیاوې، ښوونځيو او داسې نورو اسانتیاو څخه په هغو سیمو کې ګټه اخیستلای شي چې هلته ډېر کډوال مېشت وي، خو راګرځېدلي کډوال په امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخو کې هم ګڼې ستونزې لري.»
په ورته مهال د خوست ولایت د کډوالو چارو ریاست د سرحدي نمایندګۍ آمر وایي، له ۱۳۹۷ کال را وروسته په دغه ولایت کې هېواد ته له راستنو شویو کډوالو سره هېڅ مرسته نه ده شوې او په وینا یې، د افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو ټول پام وزیرستاني کډوالو ته اوښتی دی: «له ۱۳۹۷ کال راهیسې هم د افغان دولت او هم د نړیوالو مرسته کوونکو ټول پام وزیرستاني کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو ته اوښتی او هېواد ته له راستنو شویو سره هېڅ مرسته نه ده شوې؛ خو یوازې په صفري نقطه کې ورسره یوه اندازه مرسته کېږي چې د دوی د اړتیاو ځواب ویوونکې نه ده.»
د کډ‌والو د حالت په اړه اندېښنې:
په داسې حال کې چې له یوې خوا د کډوالو چارو وزارت وایي، هېواد ته د راستنو شویو کډوالو لپاره د کاري زمینو د برابرولو امکانات نه لري، خو په ورته وخت کې اندېښنه هم څرګندوي او وایي، که دغو کډوالو ته کاري زمینې برابرې نه شي، نو دوی به یا نشه یي توکو او یا هم غیرقانوني کړنو ته لاس واچوي؛ چې د ټولنې لپاره به په یوه ګواښ بدل شي: «اندېښنې دا دي چې که دوی ته کاري زمینې برابرې نه شي او د ژوند اسانتیاو ته لاس رسی ونه لري، نو دوی به یا نشه یي توکو ته مخه کوي او یا به داسې کړنو ته لاس اچوي چې موږ به له ډېرو ستونزو سره مخ کړي.»
په ایران او پاکستان کې پاتې کډوال:
په داسې حال کې چې ډېر کله په ګاونډیو هېوادونو کې له افغان کډوالو څخه د فشار د وسیلې په توګه کار اخیستل کېږي، خو لاهم افغان حکومت او د کډوالو اړوندې نړیوالې ادارې په ایران او پاکستان کې د پاتې افغان کډوالو د شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
د کډوالو چارو وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري وایي، په دغو دوو ګاونډیو هېوادونو کې لاهم نېږدې پنځه مېلیونه افغان کډوال پاتې دي: «موږ په ایران کې شاوخوا ۲ اعشاریه ۴ مېلیونه او په پاکستان کې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه کډوال لرو، یعنې موږ په ۷۰ هېوادونو کې ۶.۵ مېلیونه کډوال لرو چې ګڼ شمېر یې په دوه ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان کې ژوند کوي.»
خو د کډوالۍ د نړیوال سازمان د سرحدونو له لارې د بېرته راګرځېدو د پروګرام مشر محمدکاظم الهام بیا وایي، په ایران او پاکستان کې د پاتې کډوالو په اړه کره معلومات نه لري خو په اټکلیزه توګه چې کوم معلومات لري، په دغو دواړو هېوادونو کې امکان لري چې ۲.۵ مېلیونه افغان کډوال په دغو دوه هېوادونو کې پاتې وي: «کره شمېر یې موږ هم نه لرو خو په اټکلیزه توګه او هغه شمېرې چې د کډوالو چارو وزارت و نورو ادارو له خوا خپریږي، امکان لري چې شاوخوا ۲.۵ مېلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې لاهم پاتې وي.»
افغان کډوال په داسې حال کې هېواد ته راستنیېږي چې له یوې خوا په هېواد کې جګړو او ناامنیو زور اخیستي او له بلې خوا بیا بې روزګاري او بېوزلي هم ورځ تربلې لوړېږي.
د نړیوال بانک د وروستي راپور پربنسټ، د بېوزلۍ کچه په افغانستان کې له ۵۵ سلنې ۷۲ سلنې ته او د بې روزګارۍ کچه له ۲۳ سلنې ۳۹ سلنې ته لوړه شوې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA