بایډن په بهرنیو چارو وزارت کې د وینا پر مهال په روسیې او نورو ځایونو کې د استبداد پر وړاندې د مبارزې ژمنه وکړه.
جو بایډن د بهرنۍ پالیسۍ بېرته اعادې اعلان وکړ او دا یې هم واضحه کړه چې د ډونالډ ټرمپ تر څلور کلنې واکمنۍ وروسته به د ده اداره په نړۍ کې د رهبرۍ په تړاو کوم اقدامات وکړي.
بایډن وویل چې امریکا به په جرمني کې بېرته خپل ځواکونه ځای پر ځاي کړي، په یمن کې به د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف تر مشرتابه لاندې له پوځي عملیاتو د امریکا ملاتړ پای ته ورسوي.
نوموړي د روسیې پر تهاجمي اقداماتو هم انتقاد وکړ او د امریکا په ټاکنو کې یې د روسیې د لاسوهنو، انټرنیټي حملو او د مسکو له خوا د خلکو مسمومولو ته هم اشاره وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


