دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۳ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۲۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۹ زره او ۲۴۴ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۲۶زره او ۳۰۹، په مکسیکو کې ۱۵۹زره او ۱۰۰، په هند کې ۱۵۴زره او ۴۸۶، په بریټانیا کې ۱۰۸ زره او ۲۲۵، په ایران کې ۵۸ زره او ۱۱۰ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۷۴۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

