ads

په ارزګان کې موټر بم بريد ۴ سرتيري وژلي او ۳ نور یې ټپيان کړي دي

تېره شپه د ارزګان مرکز ترينکوټ چنارک سيمه کې د افغان ځواکونو پر يوې امنيتي قرارګاه موټربم بريد شوی دی.

شمس الرحمن شمس
15 سلواغه 1399
په ارزګان کې موټر بم بريد ۴ سرتيري وژلي او ۳ نور یې ټپيان کړي دي

دارزګان مرکز ترينکوټ چنارک سيمه کې تېره شپه د افغان ځواکونو پر يوې امنيتي قرارګاه موټر بم بريد شوي دی.

دارزګان والي محمدعمر شېرزاد وايي د تېرې شپې په موټر بم بريد کې ۴ سرتيري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

«تېره شپه په چنارک سيمه کې د افغان ځواکونو پر يوي قرارګاه موټر بم بريد سوی زموږ ۴ سرتيري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دی هلته اوس تازه دمي ځواکونه رسېدلي او ضيعت کنټرول دی»

د يادي قرارګاه سرتيري وايي چې په ياده چاودنه کې ۵ سرتیري وژل شوي او ۵ نور ټپيان دی.

د يادې قرارګاه يوه سرتيري د تيري شپي د پيښې کيسه داسې کوي.

«هاموي ټانګ يې راوستلی و له هغه خوا څخه په قرارګاه کې يې پټاو کړی اردو ترلاندې شول د قرارګاه ټول کسان ووژل شو يا ټپیان شول ۵ کسه وژل شوي دي ۵ ټپیان شوي دي»

په ورته مهال د ترينکوټ د ولايتي روغتون ډاکتران وايي د تېرې شپي په چاودنه کې ۵ افغان سرتيري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د ولايتي روغتون يو ډاکتر علي حمد وويل چې په پېښه کې ۵ نور سرتېري وژل شوي دي.

«تيره شپه ولايتي روغتون ته د پېښې له ځای څخه ۵ تنه ټپیان راوړل شوي دي ټپیانو وويل چې کسان نور وژل شوي دي»

وسله والو طالبانو تردامهاله ددغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA