ads

په هېواد کې د لوږې کچه ۷۲ سلنې ته لوړه شوې

د کار او ټولنيزو چارو وزارت چارواکي د ارقامو له ورکولو پرته د نړيوال بانک د وروستي راپور په غبرګون کې وايي، د نړيوال بانک د راپور جزييات له دوی سره نه‌دي شريک شوي او تمه لري چې په دې راپور کې د حقیقتونو اصل په پام کې نيول شوی وي.

منصور یوسفزی
14 سلواغه 1399
په هېواد کې د لوږې کچه ۷۲ سلنې ته لوړه شوې
نړيوال بانک په خپل تازه راپور کې ويلي چې په افغانستان کې د فقر کچه له ۵۵ څخه د ۷۲ ته او د بې‌کارۍ کچه بيا له ۲۳ څخه ۳۹ ته لوړه شوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وياند عبدالفتاح عشرت احمدزی د نړيوال بانک راپور ته په اشارې وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د بې‌کارۍ کچه زياته شوې، خو د نړيوال بانک ارقام بيا نه‌تاييدوي.
نوموړي کليد ته وويل، په دې اړه د احصايیې ملي ادارې له‌خوا يوه سروې شوې او پايلې به یې په نېږدې راتلونکي کې خپرې شي.
دی ټينګار کوي، د بې‌کارۍ او فقر کچې د راټيټولو په تړاو د دوی هڅې روانې دي او په خبره یې، په ۳۴ ولايتونو کې یې د حرفوي او فني زده‌کړو مرکزونه هم پرانیستي دي.
احمدزي وويل:
«موږ د نړيوال بانک ارقام نه‌تاييدوي، تر اوسه پورې له موږ سره د دې راپور جزييات نه‌دي شريک شوي، خو تمه لرو چې په دې راپور کې د حقیقتونو اصل په پام کې نيول شوی وي، په هېواد کې د فقر کچې د راټيټولو په هدف زموږ هڅې روانې دي.»
بل لور ته د ولسي جرګې غړي بيا د نړيوال بانک وروستی راپور د اندېښنې وړ بولي او زياتوي، حکومت په فساد کې ښکېل دی او په دومره موده کې یې د دې ناوړه پدیدې د له منځه وړلو لپاره کار ونه کړ.
عبدالستار حسيني کليد ته وويل، له کرونا سره د مبارزې، ملي دسترخوان او وچې ډوډۍ په پروسه کې پراخ فساد وشو او پیسې یې د څو محدودو کسانو حیف و ميل کړې.
حسيني وويل:
«له بده مرغه حکومت په فساد کې ډوب دی، موږ وليدل چې له کرونا سره د مبارزې، د ملي دسترخوان چې موږ رد هم کړه او د وچې ډوډۍ د وېش په پروسه کې پراخ فساد وشو، حکومت په دې موده کې بريالی نشو چې شایسته سالاري رامنځ‌ته کړي.»
پر دې سربېره د اقتصادي چارو شنوونکي بیا د نړيوالو په مرستو کې کموالی او د اقتصادي او انکشافي پروژو نه پلي کېدل هغه عوامل په ګوته کوي چې د فقر او بي‌کارۍ کچې د زياتېدو لامل شوي دي.
د اقتصادي چارو شنوونکي عبدالله شفیق کليد ته وويل، د فقر او بې‌کارۍ کچې زيات‌والی د هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې لري، حکومت بايد روان امنيتي وضعيت کنټرول کړي، څو پانګوال په کور دننه پانګونه وکړي.
شفيق وويل:
«زما په نظر د نړيوالو په مرستو کې کم‌والی او اقتصادي او پراختيايي پروژو نه پلي کېدل هغه لاملونه دي چې په هېواد کې یې بې‌کارۍ او فقر کچه زياته کړې.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې نړيوال بانک په خپل شپږ مياشتنې راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ښايي د فقر او بې‌وزلۍ کچه زياته شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA