ads

په تهران کې د طالب پلاوي څرګندونو ته غبرګونونه

د طالبانو پلاوي ايران ته د خپل سفر په جريان کې په تهران کې مطبوعاتي غونډه رابللې او هلته یې د سولې په تړاو څرګندونې کړي دي.

منصور یوسفزی
14 سلواغه 1399
په تهران کې د طالب پلاوي څرګندونو ته غبرګونونه

دوی ويلي، په افغانستان کې د ټول‌شموله نظام غوښتوونکي دي او د اوسنی حکومت يوازې د يوه اړخ په توګه پېژني.
تر دې مخکې طالب پلاوي په مسکو کې هم د افغان سولې په تړاو مطبوعاتي غونډه رابللې وه او له هغه ځایه یې د سولې پروسې او د افغانستان حکومت په اړه څرګندونې وکړې.
د چارو شنوونکي د سيمې هېوادونو د طالب پلاوي سفر او هلته د داسې څرګندونو په تړاو یې بېلابېل نظرونه لري.
د نړيوالو چارو شنوونکی اصف احمدزوی وايي، ډيپلوماټيکې اړيکې يوازې د دوو هېوادونو ترمنځ وي او هېڅ ترورستي يا سیاسي ‌ډله نه‌شي کولی د يوه هېواد په استازيتوب بل هېواد ته سفر وکړي.
دی زياتوي، د افغان حکومت له لوري ټولو هېوادونو ته اعلان شوی چې طالبان نه‌شي کولی د افغانانو استازيتوب وکړي، خو يو شمېر هېوادونه بيا خپلو شخصي او شومو ګټو لپاره طالبان رابلي.
احمدزوی وويل:
«ډيپلوماټ اصول دا دي چې اړيکې دې يوازې د دوو هېوادونو ترمنځ‌ وي او هېڅ جنګي یا سیاسي ډله نشي کولی د يوه هېواد په استازيتوب بل هېواد ته سفر وکړي»
د نړيوالو چارو بل شنوونکی سيد خالد سادات بيا وايي، طالبان جنګي ډله ده او هېڅ نړيوال حقوقي شخصيت نه‌لري.
سادات په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت چپتيا ته په اشاره وويل، ښايي بهرنيو چارو وزارت د دې لپاره غبرګون نه‌ښيي چې له يادو هېوادونو سره د دوی اړيکې زيانمنې نه‌شي.
سادات وويل:
« طالبان په دې حد کې نه‌دي چې د نړيوالو حقوقو له پلوه له بهرنيو هېوادونو سره تعامل وکړي او دا د ټول نړيوالو حقوق خلاف عمل دی.»
د سياسي چارو شنوونکی اسدالله همدم بيا وايي، يو شمېر هېوادونو ته د طالب پلاوو سفرونه او له هغه ځايه د حکومت پر ضد څرګندونې کولی شي د سولې پروسه زيانمنه کړي او دا هر څه د امتياز ترلاسه کولو لپاره کېږي.
دی زياتوي، ياد هېوادونه هم له افغانستان سره دوه‌مخی سياسي چلوي.
همدم وويل:
«ايران او نورو هېوادونو ته د طالب پلاوي سفرونه کولی شي د سولې پروسه زيانمنه کړي، ځکه دغه هېوادونه له افغانستان سره دوه مخی سياست کوي.»
وموغوشتل په دې اړه د بهرنيو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نه‌شوو.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د طالبانو يو پلاوی مسکو ته تللی و او له هغه ځايه یې د اوسني حکومت پر ضد څرګندونې وکړې، دوی ويلي وو چې د جمهور رییس غني د استعفا په صورت کې به اوربند وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA