لومړۍ چاودنه په اوومه ناحيه کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د دفتر رییس خشنود نبيزاده پر موټر وشوه چې په دې چاودنه کې چاته زيان نهدی رسېدلی، خو دويمه چاودنه بيا له غرمې وروسته پر رنجر ډوله موټر وشوه چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او يو بل ټپي دی.
د ښار په بېلابېلو سيمو کې د مقناطیسي ماين چاودنو زياتوالي ښاريان سخت اندېښمن کړي او دوی وايي چې هر سهار په مقناطیسي ماین چاودنو پیلوي.
دوی له مسوولينو غواړي چې په جدي ډول د مقناطیسي ماین چاودنو مخه ونیسي.
حسيب کليد ته وويل:
«په دې ورستيو کې ماينونه زيات شوي او موږ ټول یې اندېښمن کړي يوو، هر سهار چې له خوبه پاڅېږو د چاودنو خبرونو اورو، مسوولين بايد د امنيت ټينګښت او د مقناطیسي ماينونو د مختنيوي لپاره خپلې هڅې زياتې کړي.»
د چارو شنوونکي بيا په کابل کې د مقناطیسي ماينونو لامل د کشفي او استخباراتي برخو کمزورتيا په ګوته کوي او ټينګار کوي چې اوس مخالفو کړيو دلته نفوذ کړی او ښايي مخنیوی یې ستونزمن وي.
د پوځي چارو شنونکي طاهر يرغل کليد ته وويل، حکومت بايد د روان وضعيت د کنټرول په هدف اوپراتیفي او استخباراتي هڅې زياتې کړي.
يرغل وويل:
«امنيتي بنسټونو چې هغه مهال بايد د دې چارې مخنيوی کړای وی، ونهکړ، اوس مخالفو کړيو دلته ښه نفوذ کړی دی او په اسانۍ دا کارونه کوي، بل لامل یې دا دی چې زموږ کشفي او استخباراتي بنسټونو هم کمزوري دي چې بايد تقويه شي.»
د کابل امنيه قوماندانۍ بيا وايي، په تېرو څو مياشتو کې یې لسګونه ماين اېښودونکي نيولي او د وضعيت د کنټرول په هدف د دوی هڅې روانې دي.
د قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز کليد ته وويل، د مقناطیسي ماينونو له امله د خلکو اندېښنې محسوسې دي او پولیسو په تېره يوه مياشت کې د ۱۳ مقناطیسي ماينونو مخه نیولې ده.
فرامرز وويل:
«د امنيتي وضعيت د کنټرول په هدف زموږ هڅې روانې دي او پولیس شپه او ورځ کار کوي، په تېرو څو مياشتو کې لسګونه ماين اېښودنکي نيول شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې مقناطیسي ماينونه او هدفي وژنې هغه عوامل په ګوته کېږي چې د کابل امنيت یې تر بل هر وخت ننګولی او د ښاريانو اندېښنې یې زياتې کړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


