ads

په میانمار کې نظامي کوداتا وشوه

د میانمار پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې قدرت یې تر لاسه کړی او د دغه هېواد پخوانۍ مشره انګ سان سوچي یې نیولې ده.

محمدخان بریال
13 سلواغه 1399
په میانمار کې نظامي کوداتا وشوه

د دې خبرپاڼې پر اساس، ټاکل شوې چې د یاد هېواد پوځ د یو کال لپاره پر میانمار واکمني وکړي.
پوځ زیاتوي چې دا کوداتا یې په ټاکنو کې د درغلیو له امله کړې ده.
تر دې وړاندې هم د سوچي په مشرۍ ګوند په ټاکنو کې په درغلیو تورن شوی و.
دغه ګوند په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د میانمار په پارلمان کې د ډېرو څوکیو په تر لاسه کولو پارلماني ټاکنې ګټلې وې.
په ورته وخت کې د امریکا په ګډون ګڼو هېوادونو په میانمار کې پوځي کوداتا غندلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې د هغه هېواد پخوانۍ مشره انګ سان سوچي دې ژر تر ژره خوشې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA