ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۳۹زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۶ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۴۳۹ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
12 سلواغه 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۳۹زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۲ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۸ زره او ۲۷۹ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۲۳زره او ۹۴۵، په مکسیکو کې ۱۵۸زره او ۷۴، په هند کې ۱۵۴زره او ۱۴۷، په بریټانیا کې ۱۰۴ زره او ۷۷۷، په ایران کې ۵۷ زره او  ۸۸۹ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۶۵۶ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA