لاریون کوونکي وايي اوسنی جمهوري نظام د افغانانو په قربانیو جوړ شوی او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې، شته نظام رنګ کړي او لنډ مهاله حکومت رامنځته کړي.
((اوسنی نظام د افغانانو په قربانیو رامنځته شوی او موږ هیچا ته اجازه نه ورکوو چې، دا نظام رنګ کړي او موقت حکومت رامنځته کړي ځکه مونږ له دې ډول دورو ښه خاطره نه لرو.»
لاریونوالو د عباس ستانکزي څرګندونې د ګاونډیو هیوادونو په اشاره ګڼي او وایي، یاد هیوادونه غواړي په افغانستان کې یو کمزوری او د هغوی په خوښه حکومت رامنځته کړي.
دوی د افغان امنیتي ځواکونو کلک ملاتړ هم وکړ.
((د موقت حکومت رامنځته کول د افغانانو قربانیو ته نه درناوی دی او مونږ به چا ته اجازه ورنه کړو چې دا ډول د ګاونډیو په خوښه لاسپوسی نظام رامنځته شي.»
دلاریون تنظیموونکو په یو پریکړه لیک کې پر نړیوالې ټولنې او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د افغانستان اساسي قانون او جمهوري نظام ته دې درناوی ولري.
«مونږ له نړیوالې ټولنې او وسله والو طالبانو غواړو چې، باید جمهوري نظام او اساسي قانون ته درناوی وکړي او غوښتنه مو دا ده چې شته نظام ته باید درناوی ولري.»
د ختیځ ولسونه داسې مهال د جمهوري نظام څخه د ملاتړ په موخه خپل غږ پورته کوي چې، څو ورځې وړاندې په مسکو کې د طالب مرکچي پلاوي غړي عباس ستانکزي له جمهوري اشرف غني د استفعا غوښتنه کړې وه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

