په داسې حال چې د کانګریس ځیني غړو رسنیو ته ویلي داسې ښکاري چې د امریکا جمهور رییس جوبایډن له ایران سره د شوي اټومي تړون ته بېرته د ګرځېدونیت لري.
دوی وایي د جوبایډن دا پرېکړه به د کانګریس له مخالت سره مخ شي، د کانګریس ځیني غړي ټینګار کوي چې پر ایران باید بندیزونه دوام پیدا کړي، ترڅو دغه هېواد له ورانکاره فعالیتونو راوګرځول شي.
د امریکا مخکېني جمهور رییس ډونالډ ټرمپ پر ایران هېواد هغه وخت بندیزونه ولګول کله چې امریکا له اټومي تړون څخه ووت.
ټرمپ پر ایران تور پورې کړ چې دغه هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو څخه ملاتړ کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

