لاریونوالو له ښکېلو اړخونو غوښتنه کوله چې په قطرکې په ټپه ولاړ مذاکرات دې بیرته پیل او ژر ترژره دې ښکېل اړخونه پر یوې هوکړې موافقه وکړي.
دغه لاریون چې په سلګونه ځوانانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو پکې ګډون درلود، نن ماسپښین مهال د خوست په مرکزي چوک کې ترسره شو.
لاریون کوونکو د جمهوریت په ملاتړ شعارونه ورکول او د جګړې له دواړو خواوو یې د مذاکراتو د ژر پیل او اوربند غوښتنه کوله.
د لاریون یو تن ګډونوال عبدالوالي واحدزي وویل، په روانه جګړه کې ټوله قرباني عام افغان ولس ورکوي، خو د جګړې د ښکېلو خواو مشران په قطر، روسیه او ارګ کې د ارامۍ خوبونه کوي.
قومي مشر سمین خان ځدراڼ وویل د سولې د راتلو لپاره پکارده چې ښکېل اړخونه یو بل ومني او قرباني ورکړي.
هغه وویل اوس ددې وخت را رسیدلی چې نور د روان تاوتریخوالي پروړاندې قومي پاڅونونه وشي.
د لاریون یو بل ګډونوال کمال خان د طالبانو د وروستیو څرګندونو ته په اشارې وویل افغانان اوس هوښیار شي او ترڅنګ یې هغه وخت تیر شوی چې یو څوک دې ارګ ته په زور د ننه شي.
هغه وویل که چیرې ښکېل اړخونه سوله راوستل د زور کار بولي، نو پدې معنی چې دوی د ملت وژلو ته یې ملاوې تړلې.
ددې ولایت اوسیدونکي داسې مهال دا لاریون کوي، چې له یوې خوا په قطر کې د سولې په پار مذاکرات په ټپه ولاړ دي او له بل لوري د طالبانو د قطر دفتر مشرانو په مسکو کې یوې خبرې ناستې ته ویلي، چې دوی به هغه وخت سوله کوي، چې ولسمشر له خپلې دندې اسعفاء ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


