دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۲ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۷ زره او ۸۵۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۲۲زره او ۶۶۶، په مکسیکو کې ۱۵۵زره او ۱۴۵، په هند کې ۱۵۴زره او ۱۰، په بریټانیا کې ۱۰۴ زره او ۵۷۲، په ایران کې ۵۷ زره او ۸۰۷ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۵۶۰ تنه تر دېت دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

