په دې ورستيو کې دارزګان په ترينکوټ ښار کې ماين چاودنې او تروريستي پېښې زياتې شوي دي.
تازه نن افغان ځواکونو هغه وسله وال رسنیو ته وښودل کوم چې يې د عملياتو پرمهال نيولي وه.
دارزګان والي محمدعمر شېرزاد وايي افغان ځواکونو د امنيت د ښه کولو په موخه په ترينکوټ ښار کې عمليات پيل کړي دي چې له امله يې ۷ تنه وسله وال ۶ حلقي ماينونه او ګڼ شمير نشی توکی نيول شوي دي.
«افغان ځواکونو په عملياتو کې ۷ تنه وسله وال ۶ کړۍ ماينونه او یو اندازه نشه یي توکی نیولي دي زموږ د افغان ځواکونو د دغو هڅو ستاينه کو»
والي محمد عمر شېرزاد ډاډ ورکړ چې په ترينکوټ ښار کې به افغان ځواکونو نور هم دغه ډول عمليات ترسره کړي.
هغه له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه وکړه چې له جګړې څخه لاس واخلي او سوله وکړي.
«پر طالبانو مو داغږ دی چې د خداي لپاره د ښار په منځ کې چاودنې مه کوی ستاسو په بريدونو کې زيات ملکي خلک په نښه کېږي»
داپه داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم افغان چاوراکو خبر ورکړی و چې د افغان ځواکونو د عملياتو پرمهال په ارزګان کې ۳ تنه ماين اېښودونکي نيولي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


