ads

قومي مشران: په مذاکراتو کې ځنډ د سولې روانه پروسه له ګواښ سره مخ کولی شي

د خوست یو شمېر قومي مشران وایي، په دوحه کې د مذاکراتي ټیمونو له خوا د خبرو ځڼد د سولې روانه پروسه له ستونزو سره مخ کولای شي.

شمس الرحمن شمس
11 سلواغه 1399
قومي مشران: په مذاکراتو کې ځنډ د سولې روانه پروسه له ګواښ سره مخ کولی شي

یاد مشران په ورته مهال د طالب مشرانو د سفرونو په تړاو هم اندېښنې ښيي او وایي چې پدې حساس وخت کې دوی د مذاکراتو پرځای بهرنیو هیوادونو ته سفرونه کوي.

دغو لسګونه قومي مشرانو دا څرګندونې په هغه غونډه کې وکړې، چې د پخلاینې ملي غورځنګ له لوري ددې ولایت د فوټبال په ملي لوبغالي کې جوړه شوې وه.

یو تن قومي مشر سمين خان ځدراڼ وویل پرته له کوم دليل څخه په مذاکراتو کې ځنډ د سولې روانه پروسه له ګواښ سر مخ کولی شي.

نوموړي له طالب مشرانو وغوښتل، چې په صادقانه ډول دې د سولې مذاکرات مخکې يوسي، ځکه نور ورته د بې ګناه افغانانو د وينو تويول د زغملو وړ نه دي:

 ((که چېرې طالبان وروڼه د افغان وروڼو سره یو ځای کښېنني او خبرې ورسره مطرح نه کړي، بیا به قومونه تصمیم نیسي، سوله به راځي خو د قومونو په تصمیم به راځي.))

د قاضي احمد ببرک زي په نوم يو بل قومي مشر وويل د طالبانو سفرونه او د سيمي هېوادونو له مشرانو سره ليدنې، د وخت له ضايع پرته بله هيڅ کومه ګټه نه لري.

هغه وايي طالبان دې نورو هېوادونو ته د سفرونو پرځای خپل ډېر وخت د سولې مذاکراتو ته ورکړي، ځکه په وينا يې شاوخوا لس ورځې کيږي د سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي:

(( له افغانانو سره ځینې اندېښنې پیدا شوې دي، چې ولې د طالبانو مشران خبرو ته لیواله نه دي، دوی کله یو هیواد او کله بل هیواد ته سفرونه کوي، چې دې کار د افغانانو په زړونو کې نا امیدۍ پیدا کړې دي، زموږ غوښتنه داده چې دوی دې پخپلو منځونو کې سره کینې او روانه کشاله دې ژر تر ژره حل کړي.))

یاد مشران دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په تېرو څو ورځو کې د ملابرادر په مشرۍ د طالبانو يو پلاوی ايران او د عباس ستانکزي په مشرۍ يو بل پلاوی روسيې ته تللي او هلته يې د افغانستان مسلې په اړه د يادو هېوادونو له چارواکو سره ليدلي دي.

د دغې غونډې د ګډونوالو له جملې یو بل قومي مشر انجنیر رحیم ګل په نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول د امريکا په متحده ايالاتو هم غږ وکړ، چې د جنګ په دواړو غاړو په تېره پر طالبانو فشار راوړي، چې د سولې مذکرات په منظم ډول مخکې يوسي:

 (( اوس چې د امریکا رهبري نوې شوې، دوی کولی شي چې په دواړو اړخونو فشار راوړي او د مذاکراتو دا دریدلی حالت بیرته روان کړي، نو زموږ غوښتنه داده چې هم دې پرطالبانو او هم پرافغان حکومت فشار راوړي څو د سولې مذارکرات ګړندي او یو تفاهم ته سره ورسیږي.))

له دې سره د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستيال عباس ستانکزي تازه تېره ورځ په مسکو کې یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د سولې روانو خبرو ځنډ د اشرف غني حکومت دی او که غني استعفاء وکړي، سوله کيږي.

خو ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دا خبرې نه مني او وایي نه غواړي چې بیرته د نویمو کالونو تجربې تکرار شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA