ads

په لیبیا کې ۳۸ مصري وګړي تښتول شوي

د بهرنیو رسنیو د راپور له مخې، په لیبیا کې ۳۸ مصري وګړي چې په غیرقانوني ډول لیبیا ته داخل شوي وو، د تروریستي ډلو له لوري تښتول شوي دي.

محمدخان بریال
10 سلواغه 1399
په لیبیا کې ۳۸ مصري وګړي تښتول شوي

دغه کسان د مصر د قنا ښار اوسېدونکي دي.
راپورونه وایي، تښتونکو د هر مصري وګړي پر سر د ۱۵ زره دینارو غوښتنه کړې ده.
تر دې وړاندې هم په لیبیا کې ورته پېښې رامنځته شوي دي.
په لیبیا کې له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسي سیاسي شخړې او دوه موازې دولتونه شتون لري.
د دغه هېواد په مرکز طرابلس کې د فایز سراج په مشرۍ د وفاق ملي حکومت واکمن دی او په ختیځه برخه کې د خلیفه حفتر واکمني دوام لري.
دغه دواړه حکومتونه د ملګرو ملتونو له لوري منل شوي دي.
خو پر دغو دواړو حکومتونو سربېره، بیا هم هلته ترهګرې ډلې شتون لري او خت ناوخته پر حکومتي ملېشو او سرتېرو بریدونه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA