ads

د باختر ګنجینې په تړاو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت دریځ

د اطلاعات او فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهير د پنجشنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې د ولسي جرګې د غړو څرګندونو په غبرګون کې وويل، د باختر يا افغانستان ګنجينه په هېواد کې ده او د ملي موزيم د چارواکو او کارکوونکو له‌خوا ساتل کېږي.

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 سلواغه 1399
د باختر ګنجینې په تړاو د اطلاعاتو فرهنګ وزارت دریځ
نوموړي  دا بې‌مانا وبلله چې تاريخي او فرهنګي اثار دې په بل هېواد کې وساتل شي.
د زهير په خبره، دا ګنجينه له ۲۰۰۶ ميلادي کاله د ۱۳ کلونو لپاره د نړۍ په ۲۹ موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوه او له درکه یې ۳۵۰ ميليون افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.
نوموړي وويل:
«د باختر ګنجينه په افغانستان کې ده، پخوا هم د ملي موزيم د کارکوونکو له‌خوا ساتل کېده او اوس هم دغه ګنجينه د دوی له‌خوا ساتل کېږي، دا ګنجينه په ۲۰۰۶ ميلادي کال کې د ۱۳ کلونو لپاره د نړۍ په ۲۹ موزيمونو کې نندارې ته وړاندې شوه او له درکه یې ۳۵۰ ميليون افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دغه‌راز د افغانيو اسعارو پشتيوانې موضوع ته په اشارې وويل، دا خبره ناسمه ده چې باختر ګنجينه د افغانيو اسعارو پشتيوانه ده.
د نوموړي په وينا، په نېږدې ورځو کې به د باختر يا افغانستان ګنجينه نندارې ته وړاندې کړي.
زهير وويل:
«دا خبره سمه نه‌ده چې د باختر ګنجينه د افغانستان د اسعارو يا پیسو پشتيوانه ده، ځکه شونې نه‌ده چې د يوه هېواد تاريخي اثار دې د هغه هېواد اسعارو پشتيوانه شي، باختر ګنجينه ۶ يا ۷ کليو وزن لري، نو څنګه کېدای شي د هېواد د پیسو پشتيوانه وي.»
د ملي موزيم رییس که څه هم په کنفرانس حضور درلود، خو د خبريالانو پوښتنې یې ځواب نه‌کړې او کنفرانس یې پرېښود.
د ملي موزيم پخواني رییس او د يونیسکو فرهنګي مشارو عمراخان مسعودي بيا وايي، دا اثار په افغانستان کې دي، تاريخي اثار که په هر ځای کې ساتل کېږي، مسووليت یې د ملي موزيم له مامورينو سره وي.
مسعودي وويل:
«د اطلاعات او فرهنګ وزارت د سرپرست ټولې خبرې تاييدوم، د باختر ګنجينه په افغانستان کې ده، له لومړيو څخه د تاريخي اثارو د ساتني مسووليت د موزيم له کارکوونکو سره وو او اوس هم دی، اثار چې هر چېرته وساتل شي، خو د ساتنې مسووليت یې ملي موزيم مامورين لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني د چهارشنبې پر ورځ ويلي وو، د افغانستان بانک اعتبار نه‌لري او د باختر ګنجينه بايد يو بهرني هېواد ته انتقال شي.
ارګ بيا ويلي، حکومت او امنيتي ځواکونه په مسوولانه ډول له دغې تاريخي ګنجينې څخه ساتنه کوي.
د معلوماتو له‌مخې، د باختر ګنجينه په ۱۹۷۸ او ۱۹۷۹ کلونو کې د افغانستان او بهرنيو متخصصينو له‌خوا د جوزجان له طلا تپې څخه ترلاسه شوه، وروسته په‌کې د افغانستان د پنځو نقطو اثار اضافه شول او اوس‌مهال د افغانستان ګنجينې په نامه يادېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA