ads

په امریکا کې د کرونا له کبله تازه ۵زره کسانو ژوند بایللی دی

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۲۵زره واوښت

شمس الرحمن شمس
8 سلواغه 1399
په امریکا کې د کرونا له کبله تازه ۵زره کسانو ژوند بایللی دی

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۵ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۴۲۵ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۰۰ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۶ زره او ۴۲۲ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۱۸زره او ۸۷۸، په مکسیکو کې ۱۵۲زره او ۱۶، په هند کې ۱۵۳زره او ۵۸۷، په بریټانیا کې ۱۰۰ زره او ۳۵۹، په ایران کې ۵۷ زره او  ۵۶۰ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۳۷۶ تنه تر دېت دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA