ads

عبدالله: د طالبانو دریځ سخت شوی

د ملي مصالحې د شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د بین الافغاني خبرو د دوهم پړاو په پیلېدو سره د طالبانو دریځ سخت شوی دی خو دا د مذاکراتو د پای ته رسېدو په معنی نه دي.

فضل هادي حمیدي
8 سلواغه 1399
عبدالله: د طالبانو دریځ سخت شوی
اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله

د سولې د پروسې له نامعلوم برخلیک سره هم مهاله، ویل کیږي چې طالبانو د سولې د خبرو د پیل لپاره نوي شرطونه وړاندې کړي او ویلي یې دي، تر څو چې د دوی شرطونه پورنه نه شي نو خبرې به پیل نه کړي.

د طالبانو د اووه زره زندانیانو خوشې کول او د ملګرو ملتونو له تورلېست څخه د دغه ډلې د مشرانو د نومونو ایستل د طالبانو نوي شرطونه دي.

خو د مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په یوه غونډه کې وویل، چې د زندانیانو په خوشې کولو او د ملګرو ملتونو له تورلیست څخه د طالب مشرانو د نومونو په ایستلو باید په بین الافغاني مذاکراتو کې بحث وشي.

عبدالله تلپاتې اوربند د سولې پروسې د پرمختګ لپاره یو بنسټیز ګام بولي او وایي، چې اوبند کولای شي د دواړو لورو ترمنځ د باور فضار امنځته او په سوله د خلکو باور زیات کړي.

په ورته وخت کې د دغه شورا ویاند فریدون خوځون طالبان د وخت په ضایع کولو او د سولې پروسې په ځنډولو تورنوي او وایي، له څو ورځو راهیسې په یوه او بله بهانه د اجنډا یوالي او د بنسټیزو خبرو پیل ته نه دي حاضر شوي.

غوښتل مو چې په دې اړه په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر نظر هم ولرو خو له پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېدو.

بلخوا ولسي جرګه وایي، طالبانو په تازه بهانو سره د سولې پروسه له نویو خنډونو سره مخ کړې ده.

د ولسي جرګې مشر میررحمن رحماني وایي، که د جمهوریت په صف کې د سولې په تړاو واحد نظر او اجماع رامنځته نه شي او په سوله کې اغېزمن لوري شخصي ګټو ته په ملي ګټو لومړیتوب ورکړي، نو نه یوازې دا چې سوله نه راځي، بلکې د جګړې لمن به نوره هم پراخه شي.

د سولې پروسې په اړه په داسې حال کې اندېښنې را ټولکېدلې دي، چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په خپل کلني راپور کې ویلي، چې په 2020 م کال کې د جګړو او نښتو له کبله 2958 تنه ملکي وګړي وژل شوي او 5542 تنه نور ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د امریکا د خزانې وزارت طالبان د دوحې له هوکړې په سرغړونه او له القاعده سره په اړیکو لرلو تورن کړي دي خو طالبانو بیا د امریکا دغه راپور رد کړی دی.

طالبانو ویلي دي چې دغه راپور د جګړه غوښتوونکو کړیو له لوري چمتو شوی او په وینا یې اوسمهال په افغانستان کې د القاعدې هیڅ غړی نشته.

امریکا په داسې حال کې طالبان د دوحې له هوکړې په سرغړونه تورنوي چې د امریکا نوي حکومت ویلي چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به له طالبانو سره د دوحې په هوکړه له سره کتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA