دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۹ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۵ زره او ۸۸۱ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۱۷زره او ۶۶۴، په مکسیکو کې ۱۵۰زره او ۲۷۳، په هند کې ۱۵۳زره او ۴۷۰، په بریټانیا کې ۹۸ زره او ۷۲۳، په ایران کې ۵۷ زره او ۴۸۱ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۳۱۸ تنه تر دېت دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

