چارواکي وایي، د یادو توکو د قاچاق په تور یې ۴۱۱ تنه هم نیولي چې له دیرشو ډیر پولیس دي.
که څه هم چارواکي د نشه یي توکو پر وړاندې دمبارزې د ګړندیتوب خبره کوي، خو خلک وایي لا هم په ښار او ولسوالیو کې په ښکاره ډول نشه یي توکي پلورل کیږي.
ننګرهارکې د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې دګړندیتوب سره سره هم په دې ولایت کې په پراخه پيمانه نشه یي توکي پلورل کېږي.
ننګرهار کې د نشه یي توکو پر ضد دمبارزې امر محمد احسان احسان وایي پولیسو په تیر یوه کال کې ۴۱۱ تنه د نشه یي توکو کاروباریان نیولي دي.
د احسان په خبره په نیول شویو کسانو کې له دیرشو ډیر هغه پولیس شامل دي چې د نشه یي توکو قاچاق ته یې زمینه برابروله.
نوموړی زیاتوي چې دغه راز پولیسو په یاده موده کې ۱۰ زره ټنه نشه یي توکي هم نیولي دي.
«مونږ په تیر کال کې ۴۱۱ تنه هغه کسان نیولي چې، له ۳۰ ډیر یې پولیس هم دي چې دوی د نشه یي توکو له قاچاق کوونکو سره لاس درلود او یایې ورته زمنینه برابره کړې وه او همدارنګه ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.»
احسان وایي د نشه یي توکو قاچاق کوونکي ډېری یې له ماشومانو او مېرمنو ګټه اخلي.
«مونږ په ښآر او ولسوالیو کې هم د نشه یي توکو دمخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي خو، کاروباریان یې له ماشومانو، میرمنو ګټه اخلي او له دې لارې نشه یي توکي پر خلکو پلوري.»
بل لورته د ننګرهار ولسي استازي وایي چې، د پولیسو روانې هڅې د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي کې بسنه نه کوي.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړی ډاکتر ناصر کاموال د نشه یي توکو د قاچاق کوونکو د علني محاکمې غوښتنه کوي او په دې برخه کې پر قضایه ادارو هم لري.
«ډیر کله د نشه یي توکو او نورو جرمونو په تړاوو خلک نیول کیږي خو سزا نه ورکول کیږي چې له امله یې په ټولنه کې د جرمونو کچه هم لوړیږي غوښتنه کوو چې باید محاکمه شي دا ډول خلک.»
په همدې حال کې د جلال اباد ښاریان وایي اوس هم په ښآر او ولسوالیو کې نه یوازې په ښکاره ډول نشه یي توکي پلورل کیږي بلکې قاچاق کوونکي یې هم نه نیول کیږي.
«په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې اوس هم نشه یي توکي خرڅیږي ښار کې په چپرهار هډه، لغمان هډه، کمپونو او نورو سیمو کې ښکاره پلورل کیږي پولیس ورسره لاس لري.
که څه هم چارواکي وایي، چې په ننګرهار کې یې د نشه یي توکو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړې، خو ولسي خلک اندیښنه لري او وایي، که امنیتي ادارې د نشه یي توکو کارخونې او د یادې برخې قاچاق کوونکو ته سخته سزا ورنه کړي د ټولنې زیاته برخه ځوانان به پر نشه ي توکو اخته شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


