ads

خوستوال: مرکزي اداره دې د خوست کادرونه په مناسبو بستونو وګماري

د خوست د ولايتي شورا غړي، مدني فعالان او په ټوله کې ددې ولايت اوسېدونکي وايي سره له دې چې په خوست کې نسبت نورو ولايتونو ته امن ښه دی او خلک یې د دولت ملاتړي دي، خو بیا هم د نورو ډيرو ستونزو درلودو ترڅنګ یې مرکزي اداره د کادرونو په تقرر کې هم ناغيړي کوي.

بختاجان بختیار
7 سلواغه 1399
خوستوال: مرکزي اداره دې د خوست کادرونه په مناسبو بستونو وګماري

هغه مراسم چې په خوست کې د اېزوکار مؤسسې له لوري د کارموندنې د پيل پخاطر نیول شوي وو، پکې د خوست د نظامي او ملکي چارواکو ترڅنګ د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس شمیم خان کټوازي هم ګډون درلود.

د خوست د ولايتي شورا یو تن غړي قمرعلي لکڼوال او په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي غفارخان تني  وويل سره له دې چې ددې ولايت ډیری ځوانان په شته نظام کې د دفاع په لاره کې قرباني شوي او نسبت ډیری ولایتونو ته يې امنیت هم ښه دی، خو چارواکي ورته پام نه کوي‌.

ددوی په وینا مرکزي ادارې دا ولايت شاته غورځولی، او له قربانيو سره سره بیا هم ورته پاملرنه نه کېږي

د خوست د ولايتي شورا پخواني رئيس عبدالوالي واحدزي او ترڅنګ يې مدني فعالې زینب افغان وويل ولسمشر ورسره د کمپاين پرمهال ژمنې کړې وې، چې د خوست کادرونه به ګماري، خو وايي چې د ولسمشر په دواړو دورو کې خپله ژمنتیا ثابته نه کړه.

د ولسي تړون د کارموندنې پروګرام مسول محمدنبي اميري چې نن یې پدې ولایت کې د خپلو پروګارمونو د پرانیستې مراسم وو، وویل چې د خوست ښار د پراختیا او پرمختیا لپاره د ښاروالۍ ریاست سره په ګډه کار کوي، چې مخې به شاوخوا ۸ زره کسانو د کار زمینه برابره شي.

په ورته مهال د سيمه ييزو اورګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم خان کټوازي خوستوالو ته ډاډ ورکړ، چې مرکزي اداره د خوست لپاره په لوړه کچه پلانونه په پام کې لري، چې له جملي يې د غلام خان بندر چارې نهايي کول، خوست ته دلومړۍ درجه امتیازاتو ورکول،د خوست ملکي هوایي میدان او ترڅنګ يې د خوستیو ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو پيداکول دي.

ددې ولایت اوسیدونکي وایي د ولسمشر په ګډون هر چارواکی چې له کابل څخه خوست ته راغلی، د خوستوالو غوښتنې یې یوازې پرکاغذ لیکلي وړي، چې د عمل جامې نه دي ور اغوستل شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA