ads

په اماراتو کې د اسراییلو سفارت پرانیستل شو

متحده عربي اماراتو او اسراییلو د یو بل په هېواد کې خپل سفارتونه پرانیستي دي.

محمدخان بریال
6 سلواغه 1399
په اماراتو کې د اسراییلو سفارت پرانیستل شو

د اسراییلو حکومت ویلي چې له متحده عربي اماراتو سره یې د اړیکو تر جوړېدو وروسته په دغه هېواد کې خپل سفارت پرانیستی او د ډیپلوماټیکو اړیکو د لا ښه کېدو لپاره به هڅې دوام وکړي. متحده عربي اماراتو هم ویلی، دوی په اسراییلو کې خپل سفارت پرانیستی او کارونه یې پيل کړي دي.
په تېر ۲۰۲۰میلادي کال کې د امریکا په منځګړیتوب د اسراییلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ اړیکې عادې شوې او په خپلو کې یې سوداګریز پروازونه پيل کړل.
دغې مسلې د سلامي هېوادونو ترمنځ پر متحده عربي اماراتو نیوکې ډېرې کړې او دغه هېواد یې د فلسطین پر وړاندې اسراییلو په ملګرتیا تورن کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA