د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب ویلي چې طالبان سولې ته اراده نه لري او د هغوی مذاکره کوونکی پلاوي د نورو هېوادونو له لوري اداره کېږي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې رییس میرالرحمن رحماني هم ورته څرګندونې کړې دي.
هغه د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وویل، هیله کېده چې په دوحه د سولې په هدف د دویم پړاو خبرو له پیلېدو سره به په هېواد کې تاوتریخوالی کم شي او دواړه لوري به پر نسبي اوربند هوکړه وکړي، خو په وینا یې، تاوتریخوالی ډېر شوی او داښيي چې طالبان د سولې لپاره هېڅ ژمن نه دي.
ده له طالبانو وغوښتل چې په سیاسي مشارکت سره خپل راتلونکی معلوم کړي.
د دې تر څنګ په ولسي جرګه کې د خلکو استازی خان اغا رضایي وایي، په حکومت کې ځانګړې کړۍ غواړي چې د خپل موقف په ساتلو سره په قصدي ډول د سولې پروسیه له بنبست سره مخ کړي.
بلخوا، په هېواد کې د هدفي وژنو لړۍ دوام کوي.
په تازه پېښه کې د دوشنبې په سهار پر یو لنډکروز موټر د ماین چاودنه شوې.
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د دوشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې او ۳۵ دقیقې د څلورمې ناحیې اړوند د پروان دو په سیمه کې پر یو لنډکروزر موټر ماین چاودنه وشوه.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی سید ناصر مسوي وایي، ښکېل لوري باید تاوتریخوالي کم کړي او سولې ته ژمنتیا څرګنده کړي.
هغه زیاتوي، د بایډن حکومت به د افغانستان د سولې پروسې ته له بېل لیدلوري وګوري.
دا په داسې حال کې ده له درېیو اونیو تېرېدو وروسته لاهم په دوحه کې د سولې دویم پړاو پیل شوو خبرو برخلیک نامعلوم دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


