د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وایي، نن سهار اته بجې او ۱۲ دقیقې د اتمې ناحیې اړوند د شاه شهید پر درېیم سړک پر یو لنډکروزر موټر د ماین چاودنه شوې.
د فرامرز په وینا، په دې پېښه کې درې تنه ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم په ګڼو چاودنو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
که څه هم امنیتي چارواکي وایي، دا کار د وسله والو طالبانو دی، خو دې ډلې تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.