هغه څرګندوي، له لوستو مېرمنو څخه يې ځیني دا مهال په دولتي ادارو او موسیساتو کې دندې لري چې هم يې ځان او هم يې ولسونو ته ګټه رسیږي.
«پخوا به نجونو په کم شمېر کې لومړنیو زده کړو ته زړه ښه کاوه، ځکه چې د کورنۍ د غړو له لورې به اجازه نه ورکول کېده، اوس په دې برخه کې ډېر پرمختګ رامنځته شوی، سلګونه نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ځي. ډېری په دندو بوختي دي چې هم يې ځان او هم يې ولسونو ته ګټه رسېږي.»
د پکتیا ځیني نورې مېرمنې هم وایي، پخوا دلته نه نجونو زده کړو ته زړه ښه کاوه او نه هم عامو خلکو دې څه ته چندان علاقه ښودله.
نوموړې وویل، د مېرمنو د زده کړو برخه کې رامنځته شوی پرمختګ د ولسونو په همکاري او لېوالتیا او هم د مېرمنو په کلک هوډ پورې تړلی دی.
«د تېرو کلونو په پرتله په ټول افغانستان کې د نجونو زده کړو ته پاملرنه ډېره شوې او په دې برخه کې خورا ډېر پرمختګ رامنځته شوی دی. د پخوا کلونو په پرتله نجونې په زده کړیز ډګر کې ښې لاسته راوړنې لري.»
د پکتیا ښځو چارو رییسې نصرین اوریاخېل کلید سره په خبرو کې وویل، د زده کړو تر څنګ په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې هم د مېرمنو ژوند پرمختګ کړی او ورځ تر بلې دا څه د پیاوړتیا پر لور ځي.
نوموړې څرګندوي، ځیني وختونه ناخوندي چاپیریال او ناوړه رواجونه لا هم د دوی او په دې ولایت کې د شته مېرمنو پر وړاندې خنډونه جوړوي او یا يې د پرمختګ مخه ډب کوي.
«موږ په بېلابېلو سیمو کې وخت پر وخت کمپایونونه پر لاره اچولي، څو هغه مېرمنې چې په کورونو کې دي یا هم په ښوونځیو کې، دوی زده کړو او پرمختګ ته لا نور هم وهڅېږي، موږ که فکر ورته وکړو د تېرو کلونو په پرتله زموږ مېرمنو په زده کړو او نورو ټولنیزو برخو کې ډېر پرمختګ کړی او وضعیت يې ډېر ښه شوی دی.»
یاده دي وي چې په پکتیا کې د تېرو کلونو په پرتله عام خلک د نجونو د زده کړو پر ارزښت پوهېدلي، خو یو شمېر ناوړه رواجونه، د ښوونځيو لېرېوالی، د چاپیریال ناخوندیتوب او ځینو سیمو کې نا امنۍ نه یوازي د نجونو بلکه د هلکانو د زده کړو پر وړاندې عمده خڼدونه دي.