د دغه ولایت د والي ویاند عطاالله خوږياڼي کیلد ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحېې اړوند د چپرهار زړې هډې په سیمه کې د یوې هټۍ مخې ته دوو ماینونو چاودنه کړې ده.
د هغه په وینا، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.
تر دې وړاندې هم په ګڼو چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.