دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۸ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۵ زره او ۱۶۲ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۱۶زره او ۴۴۵، په مکسیکو کې ۱۴۷زره او ۶۱۴، په هند کې ۱۵۳زره او ۱۸۴، په بریټانیا کې ۹۷ زره او ۵۱۸، په ایران کې ۵۷ زره او ۲۹۴ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۲۰۴ تنه تر دېت دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.