د بهرنیو چارو وزارت دغه څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د هغو څرګندونو په غبرګون کې کړې چې د طالبانو او امریکا د هوکړې په اړهیې کړې دي.
قریشي تازه ویلي، د امریکا نوی جمهور جو بایډن باید د افغانستان د سولې بهیر روان وساتي او له دغه هېواد څخه د ځواکونو د وتلو پروسه هم ونهدروي.
قریشي زیاته کړې، امریکا باید وضعیت درک کړي او د شا تګ پر ځای باید هغه څه روان وساتي چې پیل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو په “بېساري” ډول تاوتریخوالی زیات کړی او د سولې د خبرو پر وړاندې یې تازه خنډونه جوړ کړي دي.
افغان حکومت ټینګار کړی چې پاکستان او نور نړیوال شریکان باید طالبان وهڅوي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کړي.