دغو سرچينو کليد ته ويلي، له وړمې شپې راهیسې د افغانستان او امريکا ترمنځ مستقيم چينل پرانیستل شوی چې په تېرو ۱۸ مياشتو کې د خليلزاد په راتګ سره له منځه وړل شوی و.
د سرچينو په وينا، د دواړو هېوادونو د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو او ترڅنګ یې د ملي امنيت شوراګانو ترمنځ د بينالوزارتي پروسه رامنځته شوې او په پام کې ده چې تر راتلونکو څو ورځو ونښلول شي.
يادو باخبره سرچينو ويلي چې د افغان سولې په تړاو د زلمي خليلزاد پالیسي هم بدله شوې ده.
بل لور ته پخواني طالب چارواکي سيداکبر اغا کليد ته وويل، په امريکا کې نوي رامنځته کېدونکي حکومت، نوې کابينې او د سولې تړون د بياکتنې په اړه څرګندونې هغه مسايل دي چې د مذاکرې دواړه خواوې یې له شک او ترديد سره مخ کړي دي.
دی ټينګار کوي، دواړو خواوو ترمنځ د درېيم ګړي شتون ته اړتيا ده او که د سولې خبرې همداسې پر مخ ولاړې شي، نو ډاډه نهدی چې د افغانستان څلوېښت کلنه ستونزه دې حل شي.
اکبراغا کليد ته وويل:
«په امريکا کې د نوي حکومت، کابينې او دا چې امريکا به د سولې تړون ارزوي، هغه څرګندونې دي چې د مذاکراتو دواړه خواوې یې په يو ډول له شک او ترديد سره مخ کړي دي، زه په خپله په دې باور يم چې د دوی ترمنځ بايد درېيم ګړی موجود وي او که خبرې همداسې دوام وکړي، خو خو ډاډه نه يم چې د افغانستان شل کلنه يا څلوېښت کلنه ستونزه دې هواره شي.»
د سياسي چارو شنوونکی اجمل هوتک بيا وايي، په افغانستان کې روانه جګړه د نړيوالو ده، افغانان بايد په خپله لاس پهکار شي او پر نړيوالو دې غږ وکړي چې سوله غواړي.
نوموړي کليد ته وويل، خوشبين نهدی چې په قطر کې د سولې روانې خبرې به په هېواد کې د سولې ټينګښت لامل شي.
هوتک وويل:
«په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه، بلکې د نړيوالو ده او دوی یې بايد پای ته ورسوي، اوس بايد په خپله افغانان لاس په کار شي او پر نړيوالو دې غږ وکړي چې موږ د سولې غوښتوونکي يوو او سوله غواړو، زه خو په قطر کې د سولې خبرو ته ډېر خوشبين نه يم او فکر نه کوم چې د دې خبرو په پايله کې به افغانستان د سولې څښتن شي.»
هېوادوال په قطر کې د سولې خبرو نامعلوم برخليک اندېښمن کړي.
کابل ښاريان وايي، د مذاکراتو نامعلوم برخليک ته اندېښمن دي، څلور مياشتې کېږي مذاکرات پيل شوي، خو په روان وضعيت کې هېڅ بدلون نهدی راغلی.
دوی زياتوي، دواړو خواوې بايد په خپل چلند کې نرمښت راولي او په خپلو کې دې اوربند وکړي.
وسيم ارين کليد ته وويل:
«شاوخوا څلور مياشتې کېږي چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي او نامعلوم برخليک ته یې موږ اندېښمن يوو، د دې خبرو له پيلېدو سره جګړه کمه نه، بلکې نوره هم زياته شوه، زموږ غوښتنه له دواړو خواوو څخه دا ده چې په خپل چلند کې دي نرمښت راولي.»
د افغان سولې په تړاو د زلمي خليلزاد د تګلارې بدلېدو څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو د سياسي مرستيال ملابرادر اخوند د انډونيزيا د ولسمشر له پخواني مرسيتال يوسف کالا سره د کتنې پر مهال ويلي، د سولې ټينګښت لپاره مرستو بيا په ځانګړي ډول د اسلامي هېوادونو مرستې ته اړتيا لري.


