ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۱۴زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۴ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۴۱۴ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
4 سلواغه 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۴۱۴زره واوښت
امریکا

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۹۸ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۸۴ زره او ۶۷۴ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۱۵زره او ۲۴۳، په مکسیکو کې ۱۴۷زره او ۶۱۴، په هند کې ۱۵۳زره او ۳۲، په بریټانیا کې ۹۶ زره او ۱۶۶، په ایران کې ۵۷ زره او  ۲۲۵ او په پاکستان کې ۱۱ زره او ۲۰۴ تنه تر دېت دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA